اسلام‌اباد: نوې ډېلي د سيمې سوله له تهديد سره مخامخ کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير وايي، نوې ډېلي د سيمې سوله له تهديد سره مخامخ کوي.

شاه محمود قریشي نن د سې شنبې په ورځ د دې هېواد دننه د هندوستان د حملې په غبرګون کې وويل:

"له تاوتریخوالي ډک اقدام چې یوازې د سياسي ګټو لپاره ترسره شوی دی، کولای شي د سيمې سوله له خطر سره مخامخ کړي."

ښاغلي قريشي د افغانستان د سولې په اړه د روانو خبرو يادونه ونه‌کړه، خو په کابل کې د پاکستان سفير زاهد نصرالله تېره اوونۍ ويلي و چې د پاکستان پر وړاندې د هندوستان هر ډول اقدام به د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې اغېزمنې کړي.

ده ويلي و چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې مهم رول لري او له امريکايي استازو سره د طالب استازو مذاکرات د پاکستان د عملي اقداماتو يوه برخه دي.

افغان حکومت د پاکستان د سفير د خبرو په غبرګون کې هغه احضار کړ.