د کندهار ولایت ځايي چارواکي وايي، په ارزګان ولایت کې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۱۸ وسلهوال وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې دا عمليات په کندهار کې مېشت د «صفر درې قطعې» ځواکونو کړي دي.
د کندهار د رسنیو له مرکزه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پهدغو عملياتو کې چې د ارزګان د مرکز ترينکوټ په سور مانده سيمه کې شوي، يو مشکوک کس نيول شوی او يو شمېر وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلې دي.
طالب وسلهوالو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.