د غزني ولايت ځايي چارواکي وايي، په جاغوري ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ۱۲ ولسي پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ولایت ویاند محمد عارف نوري د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ولسي پاڅونوالو پر یوه پوسته برید شوی چې په نتيجه کې یې ۸ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
نوموړی زیاتوي:
"تېره شپه د جاغوري اړوندې په حُدقُل سيمه کې سهواً د ولسي پاڅون پر پوسته عمليات ترسره شوي چې په ترڅ کې يې د ولسي پاڅون اته تنه په شهادت رسېدلي او څلور نور ټپیان دي. په ټپيانو کې د یوه روغتيايي وضعیت نازک او درېيو نورو د قناعت وړ بلل شوی دی."
ښاغلی نوري زیاتوي، دغه برید تیره شپه په تېروتنه شوې، خو څرګنده نهده چې افغان ځواکونو کړی که بهرنيو ځواکونو؟