په قطر کې د امریکا او طالب پلاوي د خبرو نوی پړاو او په کابل کې هیلې!

ارشیف، په قطر کې د طالبانو دفتر

په قطر کې د امریکایي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ د خبرو نوي پړاو په کابل کې هم هیلې ډېرې کړې دي.

د عامو خلکو تر څنګ افغان حکومت هم تمه لري چې د خبرو دا پړاو بین‌الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۷» ازادي راډیو ته وویل، دوی هیله لري چې په قطر کې د خبرو اترو دا پړاو به په طالبانو کې انعطاف رامنځته او دا ډله له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

نوموړي وویل:

"موږ هیله لرو چې دا غونډې بالاخره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، د طالبانو له‌خوا به له افغان حکومت سره د خبرو په برخه کې انعطاف رامنځته شي او په دې توګه د مذاکرې او خبرو له لارې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو شاهدان واوسو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او د طالبانو د پلاوي ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو د دوشنبې په ورځ د قطر په پایتخت دوحه کې پیل شو.

دا ځل په دې خبرو کې د طالبانو د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر هم برخه لري او ښاغلي خلیل‌زاد پرون پر ټویټر ولیکل چې له ښاغلي برادر سره‌یې کتلي دي.

د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ په تېرو څو میاشتو کې څلور پړاوه خبرې وشوې او دواړو خواوو منلې چې په دې خبرو اترو کې مهم پرمختګونه شوي دي.

خو د زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي او د طالبانو ترمنځ دا ځل خبرې تر پخوا مهمې بلل کېږي، ځکه چې هم د طالبانو با صلاحیته چارواکی ملا عبدالغني برادر په‌کې برخه لري او هم ښایي چې دواړه خواوې ځینو موافقو ته هم ورسېږي.

د افغانستان د سولې عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی او د دې شورا سلاکار عبدالحکیم مجاهد هم همدې موضوع ته اشاره کوي.

ښاغلي مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دی ډاډه دی چې طالبان له امریکا سره پر ځینو مسایلو له هوکړې سره سم له افغان حکومت سره هم خبرې کوي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی عبدالحکیم مجاهد

دی زیاتوي:

"د طالبانو د اسلامي تحریک پالېسي هم دا نه‌ده چې یو مخ به له افغان حکومت سره خبرې نه‌‍کوي، بلکې د هغوی پالېسي دا ده چې لومړی باید له امریکا سره پر هغو مسایلو خبرې وکړي چې په هغوی پورې اړه لري، هغه مسایل چې د افغانستان خلکو، ملت او حکومت پورې تړاو لري، په هغو به خبرې وشي او د طالبانو تحریک به بالاخره له حکومت سره خبرې وکړي."

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د سولې د روانې پروسې د بریا لپاره ډېرې مهمې بلل کېږي، خو طالبانو لا تر اوسه له افغان حکومت سره خبرو ته اماده‌ګي نه‌ده ښودلې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرون وویل چې طالبان د سولې پر وړاندې خنډ دي، ځکه د ده په خبره، دا ډله نه‌غواړي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

خو طالبانو تر دې مخکې ویلي چې لومړی باید له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر موضوع له امریکا سره نتیجې ته ورسېږي او وروسته به افغانان په خپل منځ کې سره خبرې وکړي.

راپور: نسیم شفق