د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف استعفا وکړه

ارشیف، محمد جواد ظریف

د ايران ولسمشر حسن روحاني د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزير محمد جواد ظریف خدمات ستايلي، خو دا یې نه‌دي ویلي چې د هغه استعفا يې منلې که نه؟

دا وروسته له هغه چې ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له خپلې دندې ناببره استعفا وکړه.

ښاغلي ظریف دا خبره پرون پر خپله انسټاګرام پاڼه لیکلې ده.

نوموړي له خپلو خلکو مننه کړې چې د ده د ۶۷ میاشتنۍ کاري مودې په ترڅ کې ورسره وو او له دې کبله‌یې بخښنه غوښتې چې نه‌دی توانېدلی چې د خپلې دندې په موده کې ټولې نیمګړتیاوې پوره کړي.

تر اوسه د هغه د استعفا د دلیل په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

ځینو رسنیو د ښاغلي ظریف د استعفا اعلان تأیید کړی، خو دا معلومه نه‌ده چې ولسمشر حسن روحاني یې استعفا منلې که نه.