په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې قانوني اسناد لري، کولای شي په هغه هېواد کې بانکي حسابونه ولري.
د پاکستان صدراعظم عمران خان پرون پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل:
"نن مې سپارښتنه وکړه چې افغان کډوال چې په پاکستان کې راجستر دي، کولای شي بانکي حسابونه پرانیزي او له دې وروسته کولای شي چې د پاکستان په اقتصاد کې برخه ولري."
عمران خان دا هم لیکلي چې دا اقدام باید ډېر پخوا شوی وی.
د پاکستان د صدراعظم دا پرېکړه داسې مهال شوې چې په هغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو تر دې وړاندې په پاکستان کې د بانکي حسابونو له نهدرلودو شکایت کړی و.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې یا «UNCHR» د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې ۱،۸ میلیونه قانوني راجستر شوي او شااوخوا یو میلیون نا راجستر کډوال ژوند کوي.