عسکر مامن د قزاقستان د نوي صدراعظم په توګه وټاکل شو

د قزاقستان نوی صدراعظم عسکر مامن

د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف عسکر مامن د دې هېواد د نوي صدراعظم په توګه ټاکلی دی.

د ولسمشرۍ دفتر نن په ټوېټر کې ویلي چې نوموړی د ولسمشر د یوه فرمان له مخې ټاکل شوی دی.

څلور ورځې مخکې نظربایف پخوانی حکومت ړنګ کړی و او ویلي یې دي چې هغه د خلکو د ژوند په ښه کېدو او د انرژۍ له سکټور پرته د متنوع اقتصاد په ایجادولو کې پاتې راغلی و.

۵۳ کلن مامن له ۲۰۱۶ کال راهیسې د مرستیال صدراعظم په توګه دنده ترسره کړې ده.