خلیل‌زاد وايي د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وایي چې د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره د قطر پلازمېنې دوحې ته رسېدلی دی.

زلمي خلیل‌زاد نن په یوه لنډ ټویټري پیغام کې ویلي چې په دوحه کې به د طالبانو له یوه زیات باصلاحیته پلاوي سره خبرې وکړي.

هغه دا یو مهم فرصت بللی او له قطر څخه د کوربه‌توب او له پاکستانه‌یې هم د سفر ته د اسانتیا برابرولو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې خبرې پیلېدو ته نږدې دي.

ښاغلي خلیل‌زاد نه‌دي ویلي چې د طالبانو له کوم باصلاحیته پلاوي سره دا ځل خبرې مخ ته وړي، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د طالبانو د مشر مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د قطر مرکز دوحې ته رسېدلی دی.

خو نوموړي وویل، دا لا معلومه نه‌ده چې ملا برادر به د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې برخه ولري که نه، خو له دې وړاندې طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې په خبرو کې د ملا برادر ګډون رد کړی و.

طالبانو ویلي چې په دې خبرو کې به د طالبانو د پلاوي مشري شیر محمد عباس ستانکزی کوي چې تر اوسه‌یې څلور ځلې له امریکایي پلاوي سره د خبرو مشري کړې ده.

طالبانو ویلي چې د قطر په دې پړاو خبرو کې به چې څلور ورځې دوام کوي، دواړه لوري بیا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور او د دې هېواد له خاورې نورو ته د زیان نه‌پېښولو پر مسئلو خبرې کوي.