په کابل کې د لاجوردو لارې اغېز او سیمه‌ییز علمي بحث تر عنوان لاندې ناسته وشوه

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، له دې وروسته باید د ټولو اقتصادي پروژو په تېره بیا د لاجوردو سوداګریزې لارې په اړه په ټولو پوهنتونونو کې تحلیل او ځوانانو ته‌یې په اړه پوهاوی ورکړل شي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت د لاجوردو تاریخي لاره یوه ستراتېژیکه پروژه بولي او ټینګار کوي چې د دغې لارې د اهمیت په اړه چې د اقتصاد په پیاوړتیا او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اتصال سبب ګرځي، ځوانانو ته پوهاوی وکړل شي.

د لوړو زده کړو وزیر نجیب‌الله خواجه عمري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» په افغانستان کې د لاجوردو لارې اغېز او سیمه‌ییز علمي بحث تر عنوان لاندې ناسته کې چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، وویل چې دغه لار د اقتصادي اهمیت تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د فرهنګي نږدېوالي سبب هم ګرځي.

ښاغلي عمري ټینګار وکړ چې د لاجوردو لارې د ارزښت په اړه په پوهنتونونو کې دې هم بحثونه وشي.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر نجیب الله خواجه عمري

ده وویل:

"په افغانستان او د سیمې هېوادونو پر امنیتي او اقتصادي اوضاع د داسې پروژو لکه د لاجوردو لارې د اغېز په اړه بحثونه او علمي محفلونه هغه کارونه دي چې موږ چمتو یوو چې هغه د خپلو د پوهاوي په پروګرامو کې ولرو، زموږ ټول استادان هم کولای شي چې په پوهنتونونو کې له بېلابېلو اړخونو د لاجوردو په اړه تحلیلونه وکړي او د علمي او اکاډمیک شخص په توګه مشوره ورکړي."

ښاغلي عمري دا هم وویل چې دوی هڅه کوي چې د دغې تاریخي لارې او ډېرو نورو اقتصادي پروژو په اړه علمي څېړنې وکړي.

د کابل پوهنتون مشر حمیدالله فاروقي هم د دغې غونډې په ترڅ کې وویل چې د اقتصادي پروژو تر څنګ د لاجوردو لارې د پلي کول له موجوده اقتصادي ستونزو د افغانستان د ایستلو لپاره د لارو موندل د‎‎ي.

د لاجوردو لار هغه تاریخي لار ده چې دوه زره کاله وړاندې د افغانستان په شمال ختیځ کې منځنۍ اسیا او اروپايي هېوادونو ته د بدخشان د لاجوردو د صادراتو لپاره ترې کار اخيستل کېده.

د لاجوردو لاره شااوخوا ۲۸۰۰ کېلو متره اوږدوالی لري چې د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې افغانستان له ترکیې او له هغه ځایه بیا له تورې بحیرې سره نښلوي.

په سوداګریزو موادو بار لارۍ چې هرات ته را رسېدلې

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له لوري د روان لمریز کال د لیندۍ په میاشت کې د دغې ټرانزیتي لارې د پرانیستې تر څنګ، د افغان تولیداتو یوه بسته هم په همدې لار د ترکیې په لوري واستول شوه.

همدا شان په پنځو بار وړونکو موټرو کې بار غوړي، درمل او د لمریزې برښنا بطرۍ له ترکیې د افغانستان هرات ولایت ته راورسېدل.

په کابل کې د ترکیې سفیر اوزان ارطغرول چې په دې علمي بحث کې یې برخه اخیستې وه، د لاجوردو د لارې په اړه‌یې خبرې وکړې او د دغې لارې په وسیله‌یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل:

"ترکیه د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د هر ډول نښلولو او ادغام په اړه هڅه او له منظم اقتصاد ملاتړ کوي، ترکیه د لاجوردو لارې د عملیاتي، ټرانزیت او ټرانسپورت په برخه کې اساسي رول لري او د ترکیې سفارت به له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو په برخه کې خپل تمرکز زیات کړي."

هغه دا هم وویل چې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان نښلېدل په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره زمینه برابرولی شي او دا ځکه چې د ده په وینا، دا ډول پروژې له سولې سره تړلې دي.

په افغانستان کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار وایي چې د لاجوردو لار د افغانستان لپاره یوه مهمه اقتصادي پروژه ده او اړتیا ده چې ځوانانو ته د پوهاوي تر څنګ د پوهنتونونو نصاب ته هم ورشامله شي، تر څو راتلونکی نسل‌یې هم په اړه معلومات ولري.

راپور: فېروزه عزیزي