چارواکي: په بلخ کې ۱۱ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د افغانستان په نقشه کې بلخ ولایت

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي په بلخ ولایت کې د ۱۱ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د دې قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وایي چې دغه وسله‌وال د دې ولایت د چمتال ولسوالۍ په دوو سیمو، جوی شور او البرز کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د هغه په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو یو زندان هم له‌منځه وړل شوی او د ملي پولیسو ۱۰ تنه د طالبانو له منګولو خوشې کړای شوي دي.