د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو په شان په خوست کې هم (د سولې نیالګي) په نوم د نیالګیو د کېنولو کمپاین پیل شو.
په دې کمپاین کې چې څو ورځې به دوام کوي، د ځوانانو، مدني فعالانو او حکومتي مأمورینو تر څنګ، ښځې او نجونې هم برخه لري.
د خوست والي حلیم فدايي ازادي راډیو ته وویل، د سولې نیالګي په نوم د نیالګیو کېنولو دا کمپاین د ولسمشر محمد اشرف غني د لارښوونې سره سم په ټول هېواد کې پیل شوی او هدفيې دا دی چې سوله د افغانانو تر ټولو مهمه اړتیا، د خدای امر او د افغانستان د حکومت اوسنی سیاست دی.
د سولې نیالګي د کمپاین په پرانیسته کې له نجونو، ځوانانو او مشرانو سره په لاسونو کې بېلابېل نیالګي، د افغانستان ملي بیرغونه او د سولې په پلوۍ لیکلي شعارونه هم ورسره وو.
د نیالګیو د یاد حشر ګډونوالو هم په خپلو خبرو کې له خلکو وغوښتل چې د ځان، هېواد او سولې لپاره نیالګي کېنوي او د خپل چاپېریال په ښېرازۍ کې برخه واخلي.
د سولې نیالګي د حشر په پرانیستغونډه کې د سیمهییزو سندرغاړو لهخوا هنري کنسرتونه او د ځینو ښوونځیو ماشومانو هم خپلې د سولې هیلې په ترانو کې وړاندې کړې.