د بنګلهدیش کمانډو سرتېرو یو تن چې هڅهيې کوله یوه مسافر وړونکې الوتکه برمته کړي، په ډزو وژلی دی.
دا الوتکه چې ۱۵۰ سپرلۍ پهکې وې، تېره ورځ له دُبۍ څخه د بنګلهدېش پایتخت ډاکې ته روانه وه.
مشکوک برمته کوونکی وروسته تر هغې وویشتل شو چې الوتکې د بنګلهدېش په بل ښار چټاګانګ کې بېړنۍ ناسته وکړه.
وژل شوي کس چې ویل شوي ۲۵ کلن و، د الوتکې تر بېړنۍ ناستې وروسته ویلي و چې دی غواړي له صدراعظمې شیخ حسینه سره وویني.
د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چې د دغه وژل شوي کس خوا کې موندل شوی ټوپک اصلي نهو.
د بنګلهدېش د هوايي چلند د ادارې مشر بیا ویلي دي چې مشکوک برمته کوونکي ظاهراً رواني ستونزه لرله.