د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ۲ سرتېري او ۳ وسله‌وال وژل شوي

ارشیف، د پلوامه برید

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پرون په یوې وسله‌واله نښته کې دوه سرتېري او درې وسله‌وال وژل شوي دي.

د هند پوځ او پولیسو ویلي چې نښته د امنیتي ځواکونو او په پاکستان کې د مېشتې جیش محمد ډلې د وسله‌والو ترمنځ شوې ده.

هندي ځواکونو په کشمیر کې د روانې میاشتې په ۱۴مه په یوې انتحاري حمله کې چې جیش محمد ډلې يې مسؤلیت په غاړه واخیست، د لسګونه پولیسو تر وژل کېدو وروسته ځپونکي ګامونه او د پلټنې پراخ عملیات پیل کړي چې تر اوسه په‌کې ۱۶۰ مشکوک کسان نیول شوي دي.

په کشمیر کې وروستي تاوتریخوالي د نوې ډېلي او اسلام‌اباد ترمنځ کړکېچنې اړیکې لاپسې بحراني کړې دي.

هند پاکستان تورنوي چې د کشمیر په وروستي ځان‌وژونکي برید کې لاس لري او نوې ډېلي به غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.

خو پاکستان بیا دا تور ردوي او د هند له‌خوا د هر ډول ناسم ګام پر وړاندې خبرداری ورکوي.