په سوریه کې د یوه ماین چاودنې شل کسان وژلي

د سوریې د چاودنې د ځای یو انځور

په سوریه کې د یوه ماین چاودنې شل کسان وژلي دي.

د سوریې د سنا خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه مرکزي ښار سَلَمِیې ته نږدې شوې او قربانیان یې هغه کارګران دي چې په دښته کې د مرخېړیو په ټولولو پسې روان وو.

ویل کېږي چې دا ماین له هغه وخته پاتې و چې اسلامي دولت ډلې یا داعش پر سیمې ولکه درلوده او نن سهار پر هغه لارۍ وچاودېد چې کارګران یې انتقالول.

په یو شمېر راپورونو کې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر اتلس تنه ښودل شوی.

وروسته له دې چې د داعش وسله وال له سوریې او عراق څخه وایستل شول، دې ډلې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې بې شمېره ماینونه او ناچاودي مهمات پرېښودل.

د داعش وسله وال د هغو ځواکونو له خوا چې امریکا یې ملاتړ کوي، وځپل شول او اوس د عراق سرحد ته نږدې یوې کوچنۍ سیمې ته ورشړل شوي دي.