په کندهار او روزګان ولایتونو کې په پوځي عملياتو کې شلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند وايي، دا پوځي عمليات د کندهار په میوند ولسوالۍ او د ارزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې شوي دي.
خواجه يحیی علوي وایي، په دغو ځمکنیو او توپچي عملياتو کې په میوند ولسوالۍ کې ۷ وسله وال وژل شوي او يو بل ژوبل دی، خو د ارزګان د مرکز ترينکوټ په کوټوال سيمه کې بيا د افغان هوايي ځواکونو په حملو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي.
علوي وايي چې په دې حملو کې د وسله والو دوه قرارګاوې هم ویجاړې شوې دي.