د کورنیو چارو وزارت: د وسلو ګرځولو هغه جوازونه چې وخت یې پوره وي، باطل دي

آرشیف/ وسله

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وسلو د لېږد ټول کارتونه او استعلامونه چې تاریخ یې ختم شوي وي، باطل اعلان کړل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته لارښونه کړې چې ټولې هغه وسلې چې د ګرځولو جواز یې ختم شوی وي، راټولې کړي.

د دغه وزارت د یوې ابلاغيې له مخې د وسلو د لېږد هغه کارتونه چې پخوا وېشل شوي وو او اوس یې نېټه پای ته رسېدلې ده، باطل شوي دي.

همداشان یاد وزارت د وسلو د لېږد ټول استعلامونه هم باطل اعلان کړي او لارښونه یې کړې چې استعلامونه او وسلې راټولې کړي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د کورنیو چارو وزارت د ویاندوی د دفتر سرپرست نصرت رحیمي

"د عامه نظم او امنیت د تامین په هدف ټولو برخو ته په جدي ډول هدایت ورکړل شوی، د وسلو د جواز ټول هغه کارتونه چې بېګلې یې موږ مخکې خپرې کړې او هغه کارتونه چې تاریخ یې پای ته رسېدلی، باطل دي، دغه کارتونه دې له وسلو سره د پولیسو له لوري راټول شي."

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یو شمېر کسانو ته د وسلو د ګرځولو کارتونه او استعلامونه ورکړي وو.

له کورنیو چارو وزارت سره په خوا کې یو شمېر نورو امنیتي ادارو لکه د کابل ګارنیزیون هم ځینو کسانو ته د وسلو د لېږد استعلامونه ورکړي وو.

د کورنیو چارو وزارت په نوې ابلاغیه کې راغلي د وسلو د جواز غوښتونکي کولای شي چې د دغه وزارت د مخکنۍ لارښونې پر بنسټ مخکې ولاړ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې ځیني غړي وايي، په شرایطو نه برابر یو شمېر کسانو هم د وسلو د لېږد جوازونه ترلاسه کړي وو.

همداشان داسې ادعا هم کېږي چې پخوا ځینو کسانو په جعلي کارتونو باندې وسلې ګرځولې.

د مشرانو جرګې نایب منشي فیصل سمیع د یکشنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په تېر کې په بې درېغه ډول د وسلو کارتونه وېشل شوي وو، یو زیات شمېر چې په شرایطو برابر نه وو د وسلو د لېږد کارتونه یې ترلاسه کړي وو او په دې برخه کې ځانګړی طرزالعمل نه و موجود، په ځینو کارتونو کې جعل کاري هم شوې وه."

خو ښاغلی سیمع سپارښتنه کوي، هغه کارتونه چې په تېر یو کال کې د ځانګړي طرزالعمل له مخې وېشل شوي، باید باطل اعلان نه شي.

د نوموړي په خبره، حکومت له تېر کال راهیسې د یو ځانګړي طرزالعمل له مخې یو شمېر برجسته کسانو ته د وسلې د ګرځولو کارتونه وېشلي چې د کورنیو چارو وزارت د ترورېزم په وړاندې د مبارزې ریاست په ډيټابست کې ثبت دي.

راپور: رحمت الله افغان