د قطر غونډه به د جګړې د بندولو لپاره عملي نتیجه ولري؟

ارشیف، په قطر کې د طالبانو دفتر

په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو او په دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو د هڅو په ترڅ کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره امریکایي پلاوی سبا دوشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې بیا د طالبانو له استازو سره خبرې کوي.

د دغو خبرو په تېر څلورم پړاو کې چې په دوحه کې ترسره شو او شپږ ورځې یې دوام وکړ، دواړو لورو اعلان وکړ چې پر مهمو موضوعاتو یوې عمومي موافقې ته رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مهالوېش، د دې مسئلې یقیني کول چې له افغانستانه به بیا القاعده یا نورې سخت دریځې ډلې د یوې اډې په توګه کار نه اخلي او اوربند هغه مسایل وو چې دواړه لوري پرې سلا شوي وو.

دا ځل به هم د ښاغلي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوی د طالبانو له یوه لوی مرکچي پلاوي سره چې مشري یې بیا هم شېر محمد عباس ستانکزی کوي، دغه خبرې مخ ته وړي.

ارشیف، د تصویر ښي لوري ته د افغان سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیلزاد او چپ لوري ته طالب استازی شېر محمد عباس ستانکزی

دواړو لورو تراوسه د دغو خبرو چې معلومه نه ده، څو ورځې به دوام کوي، د محتوا په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو فرانس پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې د چارو د کارپوهانو په حواله ویلي چې ښایي دا ځل طالبان د ملګرو ملتونو له تورلېست څخه د طالب مشرانو د نومونو پر لېرې کېدو ډېر ټینګار وکړي او هغه به هم په یو ډول د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره پر دوی د امریکا له لوري د فشارونو دفع کول وي.

په دې وروستیو کې طالبانو وویل چې په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم او امریکایي پلاوي سره د دوی د مرکچي پلاوي کتنې په دې خاطر لغوه کړې چې د دې پلاوي د ډېرو غړو نومونه د ملګرو ملتونو د سفر د بندیزونو په فهرست کې وو.

د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده چې د طالبانو خبرې له نږدې څاري او د افغانستان د سیاستوالو او طالبانو ترمنځ د مسکو په غونډه کې یې هم ګډون کړی و، وایي چې د طالبانو غړو ورته ویلي چې د دوحې په دې پړاو خبرو کې بیا هم پر مهمو، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او بیا له دې هېواده نورې نړۍ ته د حملو د نه ګواښ پر مسئلو خبرې کېږي، خو ښایي طالبان له تورو لېستونو د خپلو مشرانو د نومونو د لېرې کولو مسئله هم مطرح کړي.

ده وویل:

"البته دا خبره هم دوی کوله چې له تورلېسته د دوی د مشرانو د نومونو لېرې کول د سولې له پروسې سره مرسته کولای شي، ځکه چې باصلاحیته کسان چې کولای شي په دې غونډه کې برخه واخلي، هغه کسان نشي کولای چې راشي قطر ته."

ګریم سمیټ چې د نړیوالو کړکېچونو له ډلې سره د سلاکار په توګه کار کوي، وایي چې دې ته په پام سره چې په افغانستان کې د هوا په تودېدو سره د جګړې فصل په نږدې کېدو دی، د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو مسئله به د داړو لورو ترمنځ په خبرو کې ډېره مطرح شي.

طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره چې هغه یو لاس پوڅی حکومت بولي، له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې او دا خبرداری یې هم ورکړی چې که له دې هېواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو مهالوېش ونه ټاکل شي، په خبرو کې د نورو پرمختګونو امکان نشته.

د راپورونو له مخې، د طالبانو له خوا اوربند اعلانول بل هغه څه دي چې امریکایي پلاوي پرې په تېرو خبرو کې ډېر ټینګار کړی، خو پوښتنه دا ده چې تر هغو چې طالبان اوربند ته غاړه ږدي، د سولې د خبرو له دوام او په افغانستان کې د هوا له تودېدو سره به د جګړې ډګر همداسې سوړ وي، لکه اوس چې د ژمي له یخنۍ سره یو څه سوړ دی.

ښاغلی مژده په دې باور دی چې ښایي جګړې بیا زور واخلي، خو پوښتنه بیا هم دا ده چې د جګړې تودېدل به د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو منفي اغېز ونه کړي، ښاغلی مژده په دې اړه وایي:

افغان کارپوره وحید مژده

"د سولې په پروسه کې که له افغان حکومت سره خبرې وشي، کېدای شي چې په دې پروسې منفي اغېز وکړي، خو طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي، دوی له امریکایانو سره خبرې کوي او تراوسه پورې یې د افغانستان د حکومت لپاره کوم پروګرام نه دی ښکاره کړی چې دوی څه غواړي، ایا له افغان حکومت سره خبرې کوي که نه؟ زه فکر کوم چې طالبان به خپلو خوځښتونو ته دوام ورکړي، د هوا په تودېدو سره به د دوی عملیات ښایي لا سخت شي."

د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ روانو خبرو کې د پاکستان په ګډون د سیمې د یو شمېر هېوادونو رول هم مهم ګڼل شوی، خو تر ډېره پاکستان د دغو خبرو یو تر ټولو مهم لوبغاړی بلل شوی چې د کارپوهانو په وینا، پر وسله والو طالبانو پراخ نفوذ لري.

په کابل کې د پاکستان سفیر په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی و چې له زاړه سیال هند سره یې د هېواد په اړیکو کې راپورته شوی وروستی کړکېچ ښایي د افغان سولې پر خبرو منفي اغېز وکړي.

خو د چارو کارپوه رحیم الله یوسفزي فرانس پرېس ته د پاکستان دغه ګواښ کم اهمیته بللی او وایي، پاکستان د دوحې په خبرو کې ګډون نه لري او هغه مخامخ د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ ترسره کېږي.

یوسفزی وایي، ګومان نه کوي چې پاکستان دې په دې خبرو کې مهم رول ولري.