د کندز سوداګر او موټر چلوونکي: د شېرخان بندر ښاروالي رانه ناقانونه پیسې اخلي

ارشیف، د افغانستان په تورخم ښارګوټي کې لویې باروړونکې موټرې

د کندز په شېرخان بندر کې یو شمېر سوداګر او د باروړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د بندر ښاروالۍ له دوی غیر قانوني پیسې اخلي.

د کندز په شېرخان بندر کې یو شمېر سوداګر او د باروړونکو موټرو چلوونکي شکایت کوي چې له دوی د دې بندر ښاروالي په غیر قانوني توګه پیسې اخلي او دې مسئلې دوی سخت اندېښمن کړي دي.

په شېرخان بندر کې د سوداګرو د اتحادیې رئیس حاجي شمس الله په دې اړه وویل:

"ښاروالي په غیر قانوني توګه پیسې اخلي او موږ له اړوندو چارواکو غوښتنه کوو چې د دغې ستونزې مخه ونیسې او که د دې ستونزې مخه ونه نیول شي، ښايي د سوداګریزو فعالیتونو کچه راټيټه شي."

دغه سوداګر پر اړوندو چارواکو غږ کوي چې په شېرخان بندر کې د غیر قانوني پیسو اخیستلو مخه دې ونیسې، ترڅو دوی په پوره ډاډ سره خپلو سوداګریزو فعالیتونو ته ادامه ورکړي.

په نوموړي بندر کې یو تن سوداګر سید جلال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په شېرخان بندر کې یو شمېر ادارې په بېلابېلو نومونو له موږه غیر قانوني اخاذې اخلي چې یوه یې هم د شېرخان بندر د ښاروالۍ اداره ده، له ډېرې مودې راهیسې موږ له دې ستونزې سره مخ یوو."

په ورته وخت کې د باروړونکو موټرو چلوونکي هم له ورته ستونزې شکایت کوي چې دوی خپلې قانوني پیسې ورکوي، خو ښاروالۍ ترې غیر قانوني پیسې اخلي او کومه پارچه هم دوی ته نه ورکوي.

په شېرخان بندر کې دوو تنو موټر چلوونکو سمیع الله او میرزا محمد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له موږه د شېرخان بندر ښاروالي ناقانونه پیسې اخلي او دغه راز یو شمېر نورې ادارې هم له موږه پیسې غواړي، موږ له دولته غواړو چې د دې خپلسریو مخه ونیسې."

"د ښاروالۍ مامورین له موږ پیسې اخلي، خو د پیسو په بدل کې کومه پارچه نه راکوي، دولت باید دې ستونزې ته توجو وکړي، څو موږ په ارام فکر سره خپل کار وکړو."

خو له ډېرو هڅو سره سره ونه وتوانېدو چې په دې اړه د شېرخان بندر د ښاروالۍ د چارواکو نظر هم واخلو.

سوداګر وايي چې په وار وار یې په شېرخان بندر کې د غیر قانوني اخاذو په اړه خپل غږ پورته کړي او دغه راز اړوندو ادارو ته یې شکایتونه کړي، خو لا تراوسه د دې ستونزې مخه نه ده نیول شوې.

راپور: اجمل ارین