وینزوئلا کې پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز وکارېد

د وینزوئلا امنیتي ځواکونو پرون د هغو اعتراض کوونکو د تیت- پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخېست چې د برازیل او کولمبیا سرحدونو ته نېژدې د بشري مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.

پر اعتراض کوونکو د امنیتي قواوو د ځپونکو اقداماتو په نتیجه کې دوه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.

د راپورونو له مخې پولیسو پرون د فبروري په ۲۳مه له اعتراض کوونکو سره په څو سیمو کې نښتې وکړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې د اپوزیسیون مشر خوان ګواېدو پر پوځیانو غږ کړی چې د ولسمشر نیکولاس مادورو د واکمنۍ د پرځولو لپاره له ده سره یوځای شي.

د چارواکو له قوله په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د ټیټې کچې یو شمېر سرتېرو دا غوښتنه منلې، خپل مرکزونه یې پریښي او بغاوت یې کړی، خو جګ‌پوړي پوځي افسران لا هم سوسیالېست مادورو ته وفادار دي.