د افغانستان دفاع وزیر له افغانستان سره په امنیتي او دفاعي برخو کې د هند د همکاریو د زیاتولو غوښتنه کړې.
د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن ازادي راډیو ته وویل چې اسدالله خالد پرون له سوشما سواراج سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې او همدا راز ښاغلي خالد له افغان ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې د هند د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ښاغلی جاوېد وايي چې د هند د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هند د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې هېواد یې د افغانستان له ملي پوځ سره هر راز مرستې ته چمتو دی.