«م.م»: ۲۰۱۸ کې د افغانستان په جګړو کې زیات ملکيان وژل شوي

ملګري ملتونه وايي، په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په جګړو کې تر بل هر وخت زیات ملکي وګړي وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یوناما او د ملګرملتونو د بشري حقونو دفتر په ګډ کلنې راپور کې چې نن خپور شو ویلي چې تېر کال لږ تر لږه ۳۸۰۴ ملکیان وژل شوي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په سلو کې ۱۱ زیاتوالی ښیې.

د تېرکال په جګړو کې همدا راز ۷۱۸۹ تنه ټپیان شوي او د ماشومانو تلفات هم تقریباً دوه چنده زیات شوي دي.

په راپور کې د طالبانو او داعش په ګډون وسله وال مخالفین په سلو کې د ۶۳ ملکي تلفاتو مسوول بلل شوي دي.