شمالي کوريا: کېم جونګ اون به ټرمپ سره د کتنې لپاره ويټنام ته لاړ شي

کېم جونګ اون

شمالي کوريا تأييد کړه چې د دغه هېواد رهبر کيم جونګ اون د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د کتنې لپاره ويټنام ته روان شوى دى.

د شمالي کوريا دولتي اژانس «KCNA» راپور ورکړى چې د دغه هېواد مشر مرکچي کيم يونګ چال هم د شمالي کوريا د رهبر له خور له کيم يو جونګ سره په دې سفر کې ملګرى دى.

هغه رېلګاډى چې دغه کسان يې لېږدول، پرون شنبه د چين سرحدي ښار دان-دونګ ته ورسېد او بيا ناوخته يې د ويټنام پر لوري حرکت وکړ.

د شمالي کوريا د رهبر د سفر پلانونه د دغه هېواد د منزوي شوي حکومت له خوا پټ ساتل کېږي.

تمه کېږي کيم جونګ اون را روانه چهارشنبه او پنجشنبه د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د دوى بحثونه به له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې پر تصفيې متمرکز وي.

د شمالي کوريا رهبر او د امريکا ولسمشر د لومړي وار لپاره په تېره جون مياشت کې په سينګاپور کې سره کتلي وو.