زرګونه کسانو د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې مظاهره وکړه

د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې مظاهرې

زرګونه کسانو پرون هم د صربیا په پلازمېنه بلګراد کې د ولسمشر الکساندر وچیچ پر ضد مظاهره وکړه.

دا په بلګراد کې د مظاهرو دولسمه ورځ وه.

مظاهره‌چیان د بلګراد ښار په مرکز کې راغونډ شول او د صربیا د دولتي ټلوېزیون تر ودانۍ یې مارش وکړ.

مظاهره‌چیانو پر دولتي رسنیو د وچیچ د کنټرول پرضد شعارونه ورکول او د ازادو انتخاباتو غوښتنه یې کوله.

هغوی په ډسمبر کې خپلې غوښتنې ولسمشر وچیچ ته ور واستولې، خو وچیچ وویل چې که پینځه میلیونه وګړي هم د صربیا سړکونو ته راووځي، غوښتنې یې نه‌شي منلای.