غني: افغان ولسمشر افغانان ټاکي، نه اسلام اباد، تهران او مسکو!

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر غني وایي، د افغانستان ولسمشر د دې هېواد خلک ټاکي او اسلام اباد، تهران او مسکو د افغانستان د ولسمشر د انتخاب حق نه لري.

له ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې راغلي چې اشرف غني دا خبره تېر ماښام په ارګ کې له لوی کندهاره د ورغلو ځوانانو سره د کتنې پر مهال کړې ده.

اعلامیې د ولسمشر غني له قوله لیکلي چې وایي، هغه کسان چې له خلکو وېره لري، د موقت حکومت نارې وهي.

ښاغلي غني زیاته کړه، له افغانستانه بهر د طرحو او پلانونو جوړل په دې هېواد کې ناکام دي.

د ارګ اعلامیه زیاتوي، ولسمشر غني ټینګار وکړ چې سوله یوازي د کاغذ پر مخ نه راځي، بلکې باید د دې کار لپاره یو بل ومنل شي او د راتلونکي لپاره طرحه او پروګرام جوړ شي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ټاکل شوې د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې د طالبانو او امریکایي پلاوي ترمنځ د افغانستان د سولې په اړه د خبرو پنځم پړاو پیل شي.

د فبرورۍ په لومړیو کې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د طالبانو استازو او د افغانستان د مطرحو سیاسي ګوندونو استازو په دوه ورځنيو مخامخ خبرو کې د سولې پر لارو چارو خبرې وکړې.