چارواکي: په بادغیس کې ۳ طالبان نیول شوي او لس وژل شوي

د بادغیس چارواکي وایي، تېره شپه په بالامرغاب ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې درې تنه طالبان نیول شوي او لس نور وژل شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشېد شهابي ازادي راډیو ته وویل چې په نیول شویو کې د طالبانو یو قوماندان هم شامل دی.

دی وایي:

"د مولوي عبدالرحمن (سور) په نوم د وسله والو طالبانو یو قوماندان د هغه له زوی او یو بل سرګروپ سره نیول شوي او لس نور طالبان وژل شوي، دغه راز ۱۵ میله سپکې او درنې وسلې کومانډو ځواکونو ترلاسه کړي دي."

ښاغلي شهابي وویل، د دغه قوماندان پر قرارګاه دا عملیات د شپې پر ۱۱ نیمو بجو پیل او تر دوو بجو یې دوام وکړ.

د بادغیس چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.