چارواکي: د پارون- اسعداباد لویه لاره پرانیستل شوه

د نورستان سیمه ییزو چارواکو د ټرافیکو پر مخ د پارون – اسعداباد د لویې لارې د پرانيستلو خبر ورکړ.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره د واورې د ښوېدو له کبله له څلورو ورځو راهیسې تړلې وه چې نن غرمه بېرته پرانيستل شوه.

ده وویل:

"دغه لویه لاره خلاصه ده او مسافرین په پوره ډاډ سره کولای شي چې تګ راتګ ورباندې وکړي."

د نورستان د والي په خبره، په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د ډېرې واورې د ورېدو له امله خلکو ته لوی مالي تاوانونه اوښتي او زیاتوي چې مسؤلین د دغو زیانونو د دقیقې سروې په چارو بوخت دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سخت ورښتونه شوي دي.