په هند کې د غیر قانوني الکولو د څښلو له کبله ۹۳ تنه مړه شوي

ارشیف، د هندوستان یو روغتون

هندي چارواکي وایي، د غیر قانوني الکولو د څښلو له کبله لږترلږه ۹۳ تنه په دې هېواد کې مړه شوي او شااوخوا دوه سوه نور روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د هند په شمال ختیځ کې د اسام ایالت چارواکو نن شنبه دا خبره کړې ده.

تر دې دوه اوونۍ دمخه نور سل کسان د هندوستان په شمال کې د زهرجنو الکولو د څښلو له کبله مړه شوي وو.

د اسام ایالت د روغتیا وزیر همانتا بیسوا روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې هره دقیقه له بېلابېلو سیمو د مړینې راپورونه ورسېدلي دي او تر اوسه د هغه په خبره، دوه سوه کسان په روغتونونو کې بستر دي.

د اسام د روغتیا وزیر د ډېرو هغو کسانو چې روغتون ته انتقال شوي، صحي وضعیت خراب ښودلی دی.

په هندوستان کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.

به ۲۰۱۱ کال کې ۱۷۲ تنه د هندوستان په بنګال ایالت کې د زهري الکولو د څښلو له کبله مړه شوي وو.