طالبان: د قطر په ناسته کې د ملا برادر په سویه امریکایي پلاوی ګډون نه لري

آرشیف، په قطر کې د طالبانو دفتر

طالبان وايي چې د دې ډلې د مشر سیاسي مرستیال ملابرادر به په راروانه اوونۍ کې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې ګډون ونه کړي.

تمه ده چې د امریکايي پلاوي او د طالبانو د استازو د خبرو پنځم پړاو د راروانې دوشنبې په ورځ په قطر کې پیل شي.

په دې خبرو کې به د امریکايي پلاوي مشري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد او د طالبانو د پلاوي مشري به د قطر د دفتر سرپرست رئیس شېر محمدعباس ستانکزی کوي.

مخکې له دې ویل شوي وو چې د طالبانو د پلاوي مشري به د دې ډلې د مشر سیاسي مرستیال ملابرادر کوي چې څه وخت مخکې د پاکستان له یوه زندانه خوشې شو.

خو روېټرز خبري آژانس د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ملابرادر به د سفر لپاره د لازمو اسنادو د نشتوالي او د خبرو په نوي پړاو کې د ده د دقیقې ونډې د څرنګوالي پرسر د اختلافونو په ګډون د بېلابېلو دلایلو له کبله په دې خبرو کې ګډون ونه کړي.

خو د دې راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن وویل، د قطر په غونډه کې د ملا برادر په سویه کوم امریکايي چارواکی ګډون نه لري، نو ځکه د ملابرادر ګډون ته هم اړتیا نشته.

مجاهد په یوه خبرپاڼه کې وویل، د قطر خبرې به بریالۍ وي، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

بیان زیاتوي چې د ملابرادر له خوا د طالبانو ټاکل شوی مرکچي پلاوی له امریکايي چارواکو سره د خبرو د پرمخ بیولو صلاحیت لري.

ملابرادر څه موده مخکې د طالبانو د لوی مشر ملاهیبت الله له لارښوونې سره سم یو څوارلس کسیز مرکچي پلاوی معرفي کړ چې مشر یې شېر محمد عباس ستانکزی و او د انس حقاني نوم هم پکې و.

انس د حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني ورور دی چې دا مهال په افغانستان کې بندي دی.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي چې د نوموړي د خوشې کولو هېڅ کوم پلان نشته.

د دې پلاوي په نورو غړو کې د مولوي ضیاالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شېخ شهاب الدین دلاور، عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مطیع الحق، نورالله نوري، محمدنبي عمري او عبدالحق وثیق نومونه یاد شوي دي.

د طالبانو یوې سرچینې نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، د دې پلاوي یو شمېر غړي تراوسه له پاکستانه قطر ته نه دي رسېدلي.

تمه ده چې له پاکستانه به امیرخان متقي، عبداللطیف منصور، عبدالمنان عمري او مطیع الحق قطر ته ولاړ شي.

د سرچینې په وینا، طالبان له امریکايي پلاوي سره د دې کسانو خبرې خورا مهمې ګڼي.

سرچینه زیاتوي، دا کسان چې د خبرو تخنیکي چارې هم سمبالوي، د قطر له غونډې یوه ورځ مخکې به سره کېني او له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو د مهالوېش او د دې تضمین د برابرولو په اړه چې د افغانستان له خاورې څخه به ترورېستي ډلو ته د کار اخیستو اجازه نه ورکول کېږي او د نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

که څه هم د قطر د خبرو تمرکز به د افغانستان د سولې پر مسئله وي، خو د افغان حکومت په استازیتوب هېڅ چا ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

افغان حکومت په پرله پسې ډول ټینګار کړی چې طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي او ځکه یې د خبرو لپاره یو دولس کسیز ټیم جوړ کړ، خو طالبانو له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې رد کړې دي او وايي چې د دوی د خبرو اصلي لوری امریکایان دي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد

زلمي خلیلزاد د روانې اوونۍ په پیل کې کابل ته د سفر پرمهال ویلي وو چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره د یوه پیاوړي او غښتلي ټیم جوړولو ته اړتیا لري.

افغان چارواکو ویلي دي چې د اړتیا په صورت کې دا ډله بدلېدای شي.

حکومت همداراز ویلي دي چې د سولې په اړه د اجماع د رامنځته کولو لپاره د کب د میاشتې په ۲۶مه په کابل کې یوه لویه مشورتي جرګه جوړوي.