جامي: وسله والو طالبانو ته باید له ضمانت پرته امتیاز ور نه کړل شي

له امریکا سره د افغان سولې په اړه د طالبانو مذاکره کوونکی پلاوی

د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسيون غړې رحیمه جامي وايي، وسله والو طالبانو ته باید له ضمانت پرته امتیاز ور نه کړل شي.

رحیمې جامي پرون د فبرورۍ په دوه ویشتمه ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو پر یو شمېر استازو د سفر بندیز لېرې کول، هغوی ته د امتیاز ورکولو معنی لري چې په مقابل کې یې باید ضمانتونه ورڅخه واخیستل شي.

رحیمه جامي وایي:

"هر څومره چې هغوی ته امتیاز ورکول کېږي، د هغوی غوښتنې زیاتېږي، هغوی ته باید هغه وخت امتیاز ورکړل شي چې له هغوی قوي نړیوال ضمانتونه واخیستل شي، په هغوی ومنل شي چې تر دې وروسته د افغانستان حکومت، نړیوالې ټولنې او امریکا ته ګواښ نه پېښوي."

ټاکل شوې وه چې د طالبانو استازي د فبرورۍ په اتلسمه په اسلام اباد کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري، خو دا کتنه لغوه شوه.

وسله والو طالبانو په یوه بیان کې وویل چې د غونډې د لغوه کېدو یو دلیل دا و چې د دوی د مذاکره کوونکي پلاوي یو شمېر غړي د بندیزونو له امله سفر نه شي کولای.

زلمي خلیلزاد پرون پر ټوېټر ولیکل چې د افغانستان لپاره د روسیې د حکومت له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره یې د طالبانو پر یو شمېر استازو د سفر د بندیز د لېرې کېدو په اړه خبرې کړې دي.