مسؤلین: وروستيو ورښتونو په هرات کې لسګونه کورونه ویجاړ کړي

Afghanistan -- recent raining and snowing destroyed dozen of houses in Faryab pronice, 07 February 2019 سیلاب در فاریاب

حکومت وايي، وروستيو ورښتونو په هرات ولايت کې لسګونه کورونه تخريب کړي دي.

د طبيعي پېښو په وړاندې د دولت د وزير مرستيال محمد اسلم سياس نن جمعه ازادي راډيو ته وويل:

"د هرات په څلورو ولسواليو کې ٩٥ کورونه په بشپړ ډول تخريب شوي، سېلابونه په نورو ولايتونو کې هم د کورونو د تخريب سبب شوي، لکه فراه او بدخشان."

د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په دغو ورښتونو کې په هرات، فراه، بدخشان، نورستان او نورو ولايتونو کې خلکو ته تلفات هم اوښتي دي.

په دغو پېښو کې د مړو کسانو د دقيق شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.