د غزني چارواکي وايي، په قره باغ ولسوالۍ کې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د والي ویاند محمد عارف نوري نن جمعه ازادي راډیو ته وویل، دغه برید پرون ناوخته د بهرنيو ځواکونو له خوا شوى دى.
دی زیاتوي:
"په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي ابو مختار او عمر فاروق هم شامل دي چې په قره باغ ولسوالۍ کې د کوچيانو د ډلې اړوند کسان وو."
د والي وياند وايي، د دغو کسانو له وژل کېدو سره به په قره باغ ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت بهتر شي.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د حملې خبر تأييد کړ او وايي چې یو وسله وال يې وژل شوی دی.