د نورستان چارواکو د نورستان-کونړ د لارې د خلاصون لپاره مرسته غوښتې

په نورستان کې واورې

د نورستان چارواکي وايي، د نورستان د مرکز او کونړ ولايت ترمنځ د لارې د خلاصولو لپاره له ګاونډيو ولايتونو د مرستې غوښتنه شوې ده.

والي وايي، دغه لار د درنې واورې او د واورې د ښویدو له کبله د ټرافيکو پرمخ تړل شوې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم نن جمعه ازادي راډيو ته وويل:

"په مرکز پارون کې ١٨٠ سانتي متره واوره شوې، تقريباً ٣٠ ځايه برفکوچونه راغلي، پر پوستو هم واوره ښويدلې ده چې له نېکه مرغه ځاني تلفات نه لرو، خو د لويې لارې په اوږدو کې يې پوستې ويجاړې کړې دي، تر سبا پورې به وسايط راورسېږي، هم به د کونړ او هم به د نورستان له لوري د لارې د پاکولو چارې پيل شي."

د نورستان د ولايتي شورا ځيني غړي وايي، د لارې بندېدو ولسي خلکو ته ستونزې جوړې کړې دي.