د ترکيې څارنوالۍ د پوځي پرسونل د ۲۹۵ غړو د نيولو امر کړى

ارشیف، د ترکیې پولیس

د ترکيې لويې څارنوالۍ د پوځي پرسونل د ۲۹۵ غړو د نيول کېدو امر صادر کړى دى.

دغه کسان له هغې شبکې سره په اړيکو درلودلو تورن دي چې رهبري يې په امريکا کې دېره مذهبي مشر فتح الله ګولن کوي.

انقره وايي، ګولن د ٢٠١٦ میلادي کال د کودتا په ناکامه هڅه کې لاس درلود، خو ګولن دا تورونه رد کړي دي.

د لويې څارنوالۍ دفتر په هغه اعلاميه کې چې نن خپره شوې، ويلي چې په هغو کسانو کې چې ممکن ونيول شي، درې ډګروالان، اته جګړنان او لس تنه بريدمنان شامل دي.

د دغو مشکوکو کسانو نيمايي د پوځ غړي دي.

د اعلاميې په حواله، پاتې نور کسان په نورو پوځي ځواکونو لکه سمندري ځواک او يا هوايي ځواک کې دندې لري.

اعلاميه وايي، پوليسو د ګولن د مشکوکو ارتباطيانو د ټيليفوني مکالمو د څېړنې له مخې د تېرې شپې په نيمايي کې د دغو کسانو نيول پيل کړل.

دا لا څرګنده نه ده چې تر اوسه څو مشکوک کسان نيول شوي دي.

په ترکيه کې د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته له ٧٧ زره ډېر کسان نيول شوي او محاکمې ته په انتظار دي.