زلمي خلیلزاد پرون له ترکي چارواکو سره ولیدل

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون پنجشنبه د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال او همداراز د ترکیې د ولسمشر له لوی سلاکار ابراهیم کالین سره جلا کتنې وکړې.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، خلیلزاد او کالین په خپله کتنه کې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په مقصد د روانو هڅو او د افغانستان د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي خلیلزاد تېره شپه پر ټوېټر په یوه بیان کې ولیکل چې ده د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له معین او د دې هېواد د ولسمشر له لوی سلاکاره د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې د ترکیې د دوامدار تعهد په خاطر مننه وکړه.

ښاغلی خلیلزاد زیاتوي چې ترکیه له افغانستان سره ژورې اړیکې لري او اوس مهال په دې برخه کې کار کوي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له بهیر سره څنګه مرسته وکړي.

ټاکل شوې چې خلیلزاد به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له طالبانو سره د خبرو په مقصد قطر ته له روانېدو مخکې بلجیم، جرمني او افغانستان ته هم سفرونه وکړي.