افغان او نړیوالو پانګوالو د لسګونو میلیونو ډالرو تړونونه وکړل

د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي

د کرنې وزارت وايي، په دبۍ ښار کې د افغان سوداګرو او نړیوالو پانګوالو ترمنځ د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو تړونونه لاسلیک شوي دي.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، دا تړونونه په یوه نړیوال نندارتون کې لاسلیک شول.

دی وایي:

"په دې نندارتون کې د څه باندې ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په تېره د وچې مېوې، اینځرو او زعفران او په عین حال کې د طبي نباتاتو د خرڅلاو تړونونه د افغان او بهرنیو پانګوالو ترمنځ لاسلیک شول."

د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د دبۍ په نندارتون کې د وچې مېوې او زعفرانو په ګډون، د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته ایښودل شوي وو.

دا پنځه ورځنی نندارتون پرون پنجشنبه پای ته ورسېد.