د ننګرهار چارواکي په مرکز جلال اباد ښار کې د څو رغنیزو پروژو د پیل خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې د دې پروژو د تطبیق چارې پرون پیل شوې.
دی زیاتوي:
"د جلال اباد ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د ۳۰۸۰ مترو په اوږدوالي د دوهمې درجې سړکونو، د ۲۳۶۰ مترو په اوږدوالي د ویالو او اتو پلچکونو د رغونې او همداراز ۳۰۰ میرمنو ته د کالیو ګنډلو د پروژو چارې پیل شوې."
د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي چې د دې پروژو پر رغونه ۲۷ میلیونه ډالره لګښت راځي او د شپږو میاشتو په ترڅ کې به بشپړې شي.