ایران په هُرمُز ستراتیژیک تنګي کې سمندري تمرینونه پیلوي

د ایران سمندري بېړۍ

ایران په پام کې لري چې په روانه اوونۍ کې د هُرمُز په ستراتیژیک تنګي او شااوخوا اوبو کې یې د سمندري ځواکونو درې ورځني پوځي تمرینونه پیل کړي.

د ایران دولتي رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې وايي، دا کلني تمرینونه به چې نن د فبرورۍ په ۲۲مه پیلېږي، د عمان له سمندرګي نیولې د هند د سمندر تر لمنو پورې وغځېږي.

ایران په هرمز تنګي کې چې د ټولو نفتي تولیداتو له درېیو د یوې برخې د انتقال سمندري لاره ده، منظم پوځي تمرینات کوي.

د ایران د سمندري ځواکونو قوماندان حسین خانزادي یو دولتي ټلویزیون ته وویل، په دې پوځي تمرینونو کې به اوبتلونه، جنګي بېړۍ، هلیکوپټرې او کشفي الوتکې برخه واخلي.

په دې تمرینونو کې چې د ولایت ۹۷ په نوم یاد شوي، له کښتیو د توغندیو توغول هم شامل دي.

چارواکي وايي، د سمندري ځواکونو د تجهیزاتو او د وسلو ازمویل او د رښتینې جګړې په صورت کې د سرتېرو روزنه د دې تمرینونو هدف دی.

ایران په داسې حال کې دا تمرینونه کوي چې د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ اوج ته رسېدلی دی.