افغان ولسمشر له ترکمنستان سره د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک کړ

د افغانستان ولسمشر له خپل ترکمن سیال سره

د افغانستان ولسمشر نن له ترکمنستان سره د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان ولسمشر له خپل ترکمن سیال سره د دواړو هېوادنو ترمنځ د ستراتېژیک مشارکت تړون لاسلیک کول یو لوی اقدام وباله.

محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې د دې سند تر لاسلیک وروسته رسنیو ته په وینا کې وویل:

"نن موږ ویاړو چې د ترکمنستان او افغانستان د ولسمشرانو ترمنځ یو ستراتېژیک تړون لاسلیک شو. دا د لنډ مهال، منځ مهال، اوږد مهال او ډېر اوږدمهال لپاره یو لوی ګام دی. دا په‌دې معنی چې لومړنی تړون دی چې زماني قید نه‌لري او د دواړو دولتونو او ملتونو مناسبات به د یو بل د درناوي او ګټو پر اساس وي."

ښاغلي غني د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو تر څنګ یو ځل بیا ترورېزم د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی خطر وباله.

ولسمشر غني د کوم هېواد نوم وانه‌خیست، خو ویې‌ویل چې د سیمې د اوسني وضعیت د ښه کېدو پر ځای باید د ترورېستانو د ملاتړ او پناه ورکولو پر ځای له یو بل سره همکاري وشي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"ترورېزم د سیمې او نړۍ لپاره یو خطر دی او موږ د افغانستان او ترکمنستان اړیکې د ترورېزم د بدیل په توګه نړۍ ته وړاندې کړي. سیمه باید دا انتخاب کړي چې همکاري او هم‌غږي تر جګړې، تاوتریخوالي او نه‌همکارۍ ډېره ګټوره ده."

د افغانستان ولسمشر له خپل ترکمن سیال سره

په دې اړه نور:

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو پر تجارتي او فرهنګي اړیکو خبرې کړي

تر دې وړاندې د افغانستان او امریکا د حکومتونو په ګډون د سیمې نورو هېوادونو لکه هند او ایران پر پاکستان تور لګولی چې د ترورېستي ډلو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې هغوی ته ځای ورکړی دی، خو اسلام‌اباد دا تورونه ردوي.

عشق‌اباد ته په‌دې سفر کې د ترکمنستان ولسمشر قربان‌قلي بردي محمدف ولسمشر غني ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې چمتو دی داسې زمینه مساعده کړي چې افغان حکومت او نورې ټولې هغه ډلې چې په افغانستان کې سولې او سیاسي حل لارې ته لېواله دي، مخامخ خبرو ته سره کېنوي.

عشق‌اباد دغه‌راز چمتووالی وښود چې له افغانستان سره د ترورېزم او قاچاق د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.

ولسمشر اشرف غني د بردي محمدف دا او هم په اقتصادي او سوداګریزې برخه کې هڅې د ښه ګاونډیتوب یوه بېلګه وبلله.

د افغانستان ولسمشر له خپل ترکمن سیال سره

په‌دې سفر کې دغه‌راز د انرژۍ او ټرانسپورت په برخه کې هم د همکاریو د لا پیاوړي کېدو په هدف موافقې وشوې.

په‌دې کې د ګمرکي همګاریو او د افغانستان له لارې د ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د جوړېدو سند هم شامل دی.

اوس‌مهال په افغانستان کې د هغو لویو بنسټیزو پروژو چارې روانې دي چې د ترکمنستان له لوري پیل شوي.

په هغو کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د لېږد پایپ‌لاین یا ټاپي پروژه ده چې د ولسمشر غني په خبره په ترکمنستان او افغانستان کې یې چارې ګړندۍ شوې دي.

د نوري فایبر، برښنا او ارتباطي لیکو پروژه چې د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان ترمنځ ده.

د لاجورود لاره یوه بله ټرانزیتي لار ده چې د ښاغلي غني په خبره په دې لارې سره به افغانستان د قفقاز او اروپا په دروازې هم بدل شي.

ولسمشر غني په راتلونکي کې د نورو اقداماتو لکه اورګاډي د پټلۍ پراختیا او نورو لویو ډیجیټلي پروژو د پلي کېدو خبره وکړه چې د ده په خبره د اسیا بېلابېلې برخې به له یو بل او هم له اروپا او افریقا سره ونښلوي.