د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ د سولې مذاکرات، د افغانستان ولسمشریز انتخابات او په نږدې راتلونکي کې په کابل کې د سولې په اړه د مشورتي جرګې جوړېدل، هغه موضوعات وو چې د افغانستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازو، شنونکو او سیاستوالو پرې په یوې تحلیلي ناسته کې بحثونه وکړل.
دغه ناسته د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» په کابل کې "د افغانستان د ځوانانو د سولې د بهیر" لهخوا جوړه شوې وه.
ویناوالو د دوی په خبرو کې ټینګار وکړ چې پهدغه پړاوونو کې باید د افغانستان د خلکو نظریاتو، وړاندیزونو، غوښتنو او په تېره د ښځو ګډون ته جدي پام وشي.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فرخندې زهرا نادري وویل، د افغانستان ښځې د اساسي قانون، مدني حقوقو او د اسلام له احکامو سره سم حق لري چې د هېواد په ټولو تصمیم نیوونکو حالاتو کې برخه ورکړل شي.
فرخنده زهرا نادري
نوموړې وویل:
"د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون بحث زما په نظر، سلیقوي او فردي لید لري. د سولې پروسه ولې د یوې ځانګړې ډلې لهخوا پر مخ وړل کیږي. که بحث ملي دی او موږ په قربانیو کې شریک یو، په بحثونو کې هم باید واوسو. په بینالافغاني خبرو کې لازمه ده چې بېلابېل سیاسي قشرونه راشي او خبرې پهکې وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو فعالانې، د سولې په روانه پروسه، پرمختګونو او بدلونونو کې د افغانستان د ښځو د حقونو د خوندیتوب په هکله اندېښمنې دي.
په دې تړاو د ښځو د حقونو د ښځینه فعالانو پر اندېښنو سربېره، د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي تېره ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې لپاره چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې د افغانستان مېرمنو ته د دوی د لاسته راوړنو او حقونو د خونديتوب ډاډ ورکړل شوی وي مهمه ده چې په دغه پروسه کې ونډه ولري.
تمه ده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او وسلهوالو طالبانو د استازو ترمنځ خبرې، د راتلونکې دوشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې وشي.
د افغان حکومت چارواکي وايي، ناممکنه ده چې د سولې په روانه پروسه کې د افغانستان د خلکو نظریات او غوښتنې او په تېره د ښځو ونډه له پامه وغورځول شي.
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د سولې پروسه ملي ده، د افغانستان د ټولو قشرونو په تېره د ښځو، مدني فعالانو، رسنیو او سیاسيونو نظریات پهکې مهم دي. د افغانستان خلک باید ډاډمن واوسي چې د دوی نظریات او وړاندیزونه له نظره نهلوېږي، ځکه د سولې له پروسې سره مرسته کوي چې په افغانستان کې تلپاتې ثبات ته ورسېږو."
دا پهداسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د پروسې له پیل راهیسې په خپلو خبرو کې ویلي چې دی په افغانستان کې باعزته، تلپاتې او داسې سوله غواړي چې د هېواد ۱۸ کلنې لاسته راوړنې او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه پهکې خوندي وي.
راپور: خان محمد سیند