پهداسې حال کې چې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په هېواد کې دننه او بهر بېلابېل نظرونه موجود دي، ولسمشرۍ ماڼۍ وايي پهدې برخه کې د ټولو رول مهم دی، خو سیاسي استفاده باید ترې ونهشي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیالې دُرانۍ وزیري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» ازادي راډیو ته وویل، هېڅچا ته به اجازه ورنهکړل شي چې د افغانستان له ملي پروسو څخه سیاسي ګټه واخلي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیاله دُرانۍ وزیري
نوموړې وايي:
"حکومت د افغانستان هېڅچا ته اجازه نهورکوي چې له ملي پروسو څخه سیاسي ګټه واخلي، د سولې په برخه کې باید ټول خپله مثبته ونډه ادا کړي، ځکه دا یوه ملي پروسه ده، خو چا ته به هم اجازه ورنهکړل شي چې له دغې پروسې سیاسي استفاده وکړي."
اغلې وزیري هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګوندې ولسمشر غني له واکه په استفادې غواړي د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د بري په هدف کمپایني حرکتونه ترسره کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څو ورځې مخکې د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره د راتلونکو انتخاباتو د کاندیدانو د ګډو هڅو شورا ویلي و چې ولسمشر غني د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید دی او د انتخاباتي کمپاین لپاره له دولتي امکاناتو ګټه اخلي.
دغې شورا ویلي و چې د دولتي ارګانونو د مسؤلینو بدلول رابدلول، د سیاسي شخصیوتونو او ګوندونو ګواښل او د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې لاسوهنو ته زمینې برابرول غیر قانوني هڅې دي او باید مخهیې ونیول شي.
د دې تر څنګ د ولسمشر لهخوا د سولې په برخه کې ځیني اقدامات هم کمپایني فعالیت بلل شوی.
دا پهداسې حال کې ده چې ولسمشرۍ ته کاندیدانو حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار هم د افغانستان د سولې په اړه څرګندونې کړې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم د افغانستان د سولې په پروسه کې د ټولو اړخونو په رغنده رول ټینکار کوي خو وايي، هر هغه حرکت چې د سولې پروسې او یا له دغې پروسې نه د ملاتړ په نوم د افغانستان د خلکو د خیر او د دغه هېواد ملي ګټو خلاف وي، دوی یې مردود شمېري.
د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وايي:
"هر افغان چې د سولې د عالي شورا په همغږۍ او په ټوله کې د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ په هدف ګام پورته کوي، موږ ورسره همکار یو، خو پرته له شکه هر هغه حرکت چې د افغانستان د خلکو د خیر خلاف وي او د افغانستان د ملي ګټو خلاف وي او د هغې نوم د سولې پروسه، یا له سولې څخه د ملاتړ پروسه کېږدي، موږ یې مردود شمېرو، نهیوازې دا چې مردود یې شمېرو، ورسره همکار هم نهیو."
د افغانستان د ولسمشرۍ راروان انتخابات او د سولې موضوع پهدې وروستیو کې تر بل هر څه زیات په رسنیو کې تاوده دي.
د دغو موضوعاتو په اړه وخت په وخت څرګندونې او انتقادونه هم د حکومت او هم د سیاسیونو لهخوا مطرح کېږي، خو د چارو پوهان وايي که دا څرګندونې او انتقادونه سالم او رغوونکي وي، په یادو برخو کې به د ستونزو له هواري سره مرسته وکړي.
راپور: اجمل تورمان