د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل د ازبکستان د ولسمشر شوکت میر ضیایف سره د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې دي.
د ازبکستان د دولتي خبري اژانس په حواله ووټل او میر ضیایف په ځانګړي ډول په افغانستان کې د سولې لپاره پر روانو هڅو غږېدلي دي.
د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل پرون د منځنۍ او جنوبي اسیا د لویو درستیزانو په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ.
دا اول وار دی چې په ازبکستان کې د سیمې د هېوادونو د لویو درستیزانو غونډه جوړېږي.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میر ضیایف ویلي چې دا کنفرانس د سیمې د ډېر پېچلي وسلهوال بحران چې د افغانستان جګړه ده، د حل پر لارو د خبرو ښه فرصت دی.