د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، سږنیو په ځانګړي ډول وروستیو ورښتونو د افغانستان د وچکالۍ ځپلو ۲۲ ولایتونو خلک او کروندګرو د راتلونکي کال کښتونو او حاصلاتو ته هیلهمند کړي دي.
د دغه وزارت د اړیکو او همغږۍ مسؤل سید حبیبالله بهزاد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» ازادي راډيو ته وویل، ۱۳۹۷ لمریز کال د کرنې او مالدارۍ له پلوه د دغه هېواد خلکو ته تر ټولو بد کال و.
نوموړي زیاته کړه:
"له نېکهمرغه چې سږنیو ورښتونو بزګرو ته زیاتې هیلې پیدا کړي، ډېری په دې باور دي چې سږنيو ورښتونو وکړای شول، هغه اثرات چې د یو کال په لړ کې د وچکالۍ له امله رامنځته شوي جبران کړي."
تر ورښتونو وروسته د کندهار ښار ښکلي انځورونه
د ښاغلي بهزاد په خبره، د افغانستان په بامیان، ډایکندي، غزني، پروان، بدخشان او یو شمېر نورو ولایتونو کې تر یو یو متر واوره شوې او د خلکو په کرنیزو ځمکو کې یې کافي اوبه هم پیدا کړې دي.
دا پهداسې حال کې ده چې کابل هم له تېرو څو ورځو په خانګړي ډول له تېرې ورځې راهیسې تر نن سهار پورې د واورې د پرلهپسې ورښت شاهد و.
مخکې تر دې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پهدغه هېواد کې د وچکالۍ له امله درې میلیونه کسان اغېزمن شوي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې بیا سږ کال د ټول افغانستان په کچه ۲۲ ولایتونو کې وچکالي وه، خو پنځو ولایتونو لکه بادغیس، فاریاب، هرات، سمنګان او غزني کې ستونزې دومره زیاتې وې چې خلک ان د څښاک د اوبو له نشتونه هم کړېدل.
له دې سره د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د سرچینو رئیس فایز عزیزي ازادي راډيو ته وویل، سږ کالیې د ورښتونو له امله زیاتې اوبه تر لاسه شوي چې شته ستونزې به هوارې کړي.
په هرات کې وروستیو سیلابونو ګڼ خلک زیانمن کړي
نوموړي زیاته کړه:
"له نېکهمرغه سږ کال د فبرورۍ تر میاشتې موږ د واورو او بارانونو د ورېدلو له امله ۲۲ متر مکعبه اوبه محاسبه کړي او دا واقعاً زیاتوالی دی، دا به د وچکالۍ، کرنې او د چاپېریال د پراختیا او بیارغونې په برخه کې مثبت اغېز ولري."
د افغانستان د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې په ۱۳۹۷ کال کې وچکالۍ تر ټول زیات زیان پهدغه هېواد کې مالدارانو ته رسولی وو، خو دغه وزارت وايي، که له وروستیو ورښتونو په سمه توګه مدیریت وشي، دا ستونزې به هم راکمې شي.
راپور: فېروزه عزیزي