د سالنګ لاره د درنو واورو له امله تر اوسه د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.
د راپورونو له مخې اوس هم په سالنګونو کې واوره اوري او چارواکو ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې لږ تر لږه ۱۵ برفکوچونه راغلي دي.
د ازادي راډیو سیمهییز خبریال وایي چې د سالنګ پر لارې د واورې ضخامت تر یو نیم مترو پورې رسېدلی دی.
چارواکو ویلي چې درنې واورې د توږلو چارې هم له ستونزو سره مخامخ کړې دي.