د بنګلهدېش د پلازمېنې ډاکه په زاړه ښار کې د اپارتمانونو په بلاکونو کې د اور د لګېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ کسان مړه شوي او لسګونه نور ژوبل دي.
چارواکو ویلي چې تر اوسه د ۶۹ کسانو مړي موندل شوي او ښایي د مړو شمېر له دې زیات شي.
تر اوسه د اور وژلو او د خلکو د ژغورنې هڅې روانې دي.
اور په هغو بلاکونو کې لګېدلی چې خلک پهکې اوسي او هم کیمیاوي مواد په ډیپوګانو کې ساتل کېږي.
د بنګلهدېش د اور وژنې د ادارې مشر علي احمد ویلي چې ښایي اور د ګازو له یوه ډبې څخه هغو بلاکونو ته چې پهکې کیمیاوي مواد ساتل کېږي سرایت کړی و.