"م. م" د شمالي کوریا یوه پلاوي ته اجازه ورکړې چې ویتنام ته لاړ شي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې کمېټې د شمالي کوریا د یوه پلاوي غړو ته چې نومونه‌یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په فهرست کې دي، اجازه ورکړې چې د دې هېواد له واکمن کېم جونګ اون سره ویتنام ته لاړ شي، چېرې چې په پام کې ده د کېم او د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ بله کتنه وشي.

د ملګرو ملتونو ډیپلوماتانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې ویتنام له دغې کمېټې غوښتي و چې د شمالي کوریا دغو جګ‌پوړو چارواکو ته په استثنایي ډول اجازه ورکړي چې د فبرورۍ په ۲۷مه او ۲۸مه نېټه په هانوې کې له خپلو امریکایي سیالانو سره وګوري.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټه په نړیواله سطحه له دولتونو غواړي چې خپلو هېوادونو ته د دې کمېټې د بندیزونو په فهرست کې شاملو کسانو ته د سفر ویزې ورنه‌کړي.

دغې کمېټې د تېر کال په جون کې په سنګاپور کې د ټرمپ او اون د لومړنۍ کتنې په مهال د شمالي کوریا پلاوي ته ورته اجازه ورکړې وه.

تر اوسه د کوریا له ټاپو وزمې د اټمي وسلو د تولید په برخه کې هغه ژمنې نه‌دي عملي شوي چې په مخکېنۍ سرمشریزه کې یې ژمنې شوې وې.