سپینه ماڼۍ وایي چې راتلونکې میاشت به د چک جمهوریت صدراعظم اندري بابېش په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.
د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز پرون وویل چې ټرمپ به د مارچ په اوومه نېټه په سپینه ماڼۍ کې د بابېش او د هغې د مېرمنې هرکلی وکړي.
دا له متحده ایالاتو د بابېش لومړنۍ رسمي کتنه ده.
ساندرز وویل، دواړه مشران به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لاپیاوړتیا او هم د هغو نړیوالو ستونزو په وړاندې د ګډې مبارزې د اړتیا پر لارو چارو وغږېږي چې دواړه هېوادونه ورته اندېښنه لري.
ساندرز د بېلګې په توګه د سایبري حملو خوندیتوب، د انرژۍ خوندیتوب او سوداګري هغه مسایل یاد کړل چې ټرمپ او بابېش به پرې خبرې کوي.
دغه کتنه داسې مهال کېږي چې پراګ د ۱۹۸۹ کال د مخملي انقلاب ۳۰مه او په ناټو کې د دې هېواد د غړیتوب ۲۰مه کلیزه لمانځي.