د امریکا په استازو جرګه کې ډموکراتان به نن یو پرېکړهلیک وړاندې کړي چې د مکسیکو له پولې سره د یوه دېوال د جوړولو لپاره په هېواد کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ لهخوا د اضطراري حالت د اعلانولو د هڅو مخه نیسي.
پر دغه پرېکړهلیک به چې هغه د مهاجرت پالېسي او د اساسي قانون له مخې د واک وېشلو مسئله روښانه کوي، ښایي د مارچ تر نیمایي مخکې د دې جرګې د ټولو غړو رأیې واخیستل شي.
ولسمشر ټرمپ تېره اوونۍ رسماً په هېواد کې د اضطراري حالت د اعلانولو سند لاسلیک کړ چې پر اساسیې کولای شي دغه دېوال جوړ کړي.
نوموړي له کانګرسه د دغه دېوال د جوړولو لپاره څه کم ۶ میلیارده ډالره غوښتي و، خو کانګرس ورته په تصویب شوې بودجه کې پر دې پولې د نویو امنیتي موانعو د جوړولو لپاره ۱،۴ میلیارډه ډالره منلي دي.
ټرمپ په پام کې لري چې له خپل واکه په استفادې کانګرس څنګ ته کړي او له نورو منابعو څخه ټولټال ۸ میلیارده ډالر د دغه دېوال په جوړولو ولګوي.
ټرمپ وایي، پهدې سره به له مکسیکو د امریکا خاورې ته د غیر قانوني کډوالو او جنایت کارانو مخه ونیول شي.