د افغانستان سرپرست دفاع وزیر د عربي اماراتو له ولیعهد سره کتلي

ارشیف، د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد

د افغانستان سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد په ابوظبي کې د متحده عربي اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زید النهیان سره پرون وکتل.

د افغانستان سرپرست دفاع وزیر په عربي متحده اماراتو کې له نړیوال دفاعي نندارتون څخه هم د دې سفر پر مهال لیدنه وکړه، دا نندارتون چې تر څنګ‌یې پر امنیتي چارو کنفرانس هم دی له څلورو ورځو راهیسې په ابوظبي کې پرانیستل شوی دی او نن‌یې وروستۍ ورځ ده.

د اسدالله خالد او د متحده عربي اماراتو د ولیعهد د خبرو جزئیات نه‌دي خپاره شوي.