د اوکراین ولسمشر: "م. م" دې د سوله‌ساتو ځواکونو په استولو غور وکړي

د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره

د اوکراین ولسمشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي دي چې پر هغو لارو چارو غور وکړي چې له مخې یې د اوکراین ختیځ ته ملګري ملتونه سوله‌ساتي ځواکونه استوي.

پترو پروشنکو پرون د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل، دی د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتي ځواکونو د لېږلو په برخه کې خبرو ته چمتو دی، څو په اوکراین کې د ده په وینا د روسیې د مداخلې مخه ونیسي.

روسیې د ۲۰۱۴ میلادي کال په مارچ میاشت کې د کریمیا ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

د ۲۰۱۴ میلادی کال د اپرېل له میاشتې را په‌دې خوا د اوکرایني ځواکونو او بېلتون غوښتونکو ترمنځ په جګړو کې شااوخوا ۱۰ زره او درې سوه تنه وژل شوي دي.

کیف غواړي چې د ملګرو ملتونو سوله‌ساتي ځواکونه د اوکراین او روسیې پر پوله ځای پر ځای شي.

روسیې ویلي دي چې له دې سره موافقه کوي چې محدود شمېر سوله‌ساتي ځواکونه د اوکراین ختیځ ته واستول شي.