اروپایي ټولنې رومانیا ته خبرداری ورکړی

د اروپايي ټولنې او رومانیا بیرغونه

اروپایي ټولنې رومانیا ته د فساد پر ضد قوانینو کې د بدلون په خاطر خبرداری ورکړ.

اروپایي ټولنې د رومانیا له حکومته غوښتي دي چې په‌دې برخه کې وضاحت ورکړي.

انتقاد کوونکي وایي چې د رومانیا حکومت په‌دې ډول غواړي چې پر قضایي ادارو خپل کنټرول زیات کړي.

د اروپایي ټولنې د کمېسیون ویاند مارګریټس شیناس پرون وویل، د رومانیا حکومت باید ډېر ژر اصلاحاتو ته مخه کړې او هغه ګامونه وانه‌خلي چې له فساد سره په مبارزه کې ورسره وروسته پاتېږي.

د رومانیا حکومت د سې شنبې په ورځ داسې قانون تصویب کړ چې له مخې یې د لوی څارنوالۍ صلاحیت محدود شوی دی.